په کابل کې د ځوانانو د پیاوړتیا له روزنیز مرکز څخه لسګونه ځوانان فارغ شول

wasim_admin
اثنين, نوفمبر 23 2026 3:50 مساء
..

دوشنبه(۱۴۴۸ د جمادی‌الثانی ۱۲مه)، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو ریاست اړوند د ځوانانو د پیاوړتیا له مرکز څخه ۵۰ تنه ځوانان د(UNFPA)  موسسې په مالي او د (WCC) د پروګرام پلي کوونکې مؤسسې په همکارۍ، د درې میاشتنیو مسلکي زده‌کړو(موبایلونو ترمیم، د لمریزې برېښنا د سیستم نصب او ترمیم، د کورنیو برېښنايي وسایلو ترمیم او د برېښنايي موټرو تخنیکي زده‌کړې) له پروګرامونو څخه فارغ او د فراغت سندونه یې ترلاسه کړل، چې په دې غونډه کې د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا هاشمي، د یادو مؤسسو استازو، د ځوانانو د پیاوړتیا مرکز مسؤلینو، استادانو او یو شمېر ځوانانو ګډون کړی و.
په پیل کې د ځوانانو د پیاوړتیا مرکز مسؤل وویل: دغه مرکز په ۲۰۲۲ میلادي کال کې جوړ شوی او تر اوسه زرګونه ځوانان له بېلابېلو برخو څخه فارغ شوي دي. همدارنګه دا ځل هم ځوانانو د موبایلونو ترمیم، د لمریزې برېښنا د سیستمونو نصب او ترمیم، د کورنیو برېښنايي وسایلو ترمیم او د برېښنايي موټرو د تخنیکي زده کړو په برخو کې زده‌کړې وکړې.
دغه راز د ځوانانو چارو رئیس مولوي سید محمد داوود آغا هاشمي د علم او مسلک د ارزښت او اهمیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل: ځوانان باید بېلابېل مسلکونه زده کړي، ترڅو وکولای شي، خپلې کورنۍ، ټولنې او هېواد ته خدمت وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د ځوانانو علمي او مسلکي ظرفیت لوړونې ته ژمن دی او په دې برخه کې د اړوندو ادارو او بنسټونو همکاري هم د پام وړ ده.
ښاغلي هاشمي د ځوانانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د یادو مؤسسو فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل او له یادو مؤسسو څخه یې وغوښتل، چې د ځوانانو لپاره د ښوونیزو او لوړو زده‌کړو، مسلکي زده‌کړو او د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کولو په برخو کې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د غونډې په پای کې د ځوانانو د پیاوړتیا مرکز له لوري فارغ شویو ځوانانو ته مسلکي او حرفوي وسایل هم ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

اثنين, نوفمبر 23 2026 4:02 مساء
Background image

انعقاد الاجتماع الدوري للجنة تقييم الكتب

عقدت لجنة تقييم الكتب التابعة لوكالة شؤون النشر بوزارة الإعلام والثقافة اجتماعها الدوري، يوم الاثنين، الموافق ١٢ جمادى الآخرة ١٤٤٨ هـ ق، برئاسة نائب وزير شؤون النشر، السيد مهاجر فراهي.
. . .

اثنين, نوفمبر 23 2026 3:53 مساء
Background image

تخرّج خمسين شابًا من مركز تأهيل الشباب في كابل

تخرّج خمسون شابًا، يوم الاثنين الموافق ١٢ جمادى الآخرة ١٤٤٨ هـ ق، من مركز تأهيل الشباب التابع لرئاسة شؤون الشباب بوزارة الإعلام والثقافة، بعد إتمامهم برامج تدريبية مهنية استمرت ثلاثة. . .

أحد, نوفمبر 22 2026 2:24 مساء
Background image

رئيس شؤون الشباب يلتقي مسؤول مؤسسة WCC

التقى رئيس شؤون الشباب التابع للرئاسة العامة لحفظ الآثار الجهادية بوزارة الإعلام والثقافة، مولوي سيد محمد داود آغا هاشمي، مسؤول مؤسسة WCC بصير مياخيل، في مكتبه، وبحث معه سبل تعزيز. . .

BACK TO NEWS